ډېر لوستل شوي

د صنعت او سوداګرۍ وزیر له هندي سوداګر سره د پانګونې پر فرصتونو خبرې کړې

د صنعت او سوداګرۍ وزير نورالدین عزیزی  له يوه هندي سوداګر او د هغه له ملګرو سره د پانګونې او اقتصادي همکاریو په تړاو خبرې کړې دي.

ياد وزارت وايي، په دې لیدنه کې دې هندي سوداګر په افغانستان کې د قیمتي ډبرو نندارتون د مرکز جوړولو او د افغان‌ــ‌هندي سوداګرو ترمنځ د درملو په برخه کې د اړیکو د پیاوړتیا لپاره خپله لېوالتیا څرګنده کړې ده.

همداراز نوموړي ویلي، جرمنی داسې ټکنالوژي رامنځته کړې چې د کثافاتو له پلاستیکونو څخه په زیاته کچه ډیزلي تېل تولیدولی شي، او چمتو دي دا ټکنالوژي افغانستان ته هم ولېږدوي. د صنعت او سوداګرۍ وزیر د دغو وړاندیزونو هرکلی کړی، افغانستان یې د پانګونې لپاره د مناسبو فرصتونو لرونکی هېواد بللی او زیاته کړې یې ده، چې د هېواد خصوصي سکتور له بهرنیو پانګه‌والو سره همکارۍ ته چمتو دی.

اړوند خبرونه