ډېر لوستل شوي

د فبرورۍ ۲۱مه؛ نن د مورنیو ژبو نړيواله ورځ ده

نن د فبرورۍ ۲۱مه هر کال د مورنیو ژبو د نړيوالې ورځې په توګه نمانځل کېږي، څو د ژبني او کلتوري ځانګړنو په اړه پوهاوی لوړ او بېلابېلو ژبو ته وده ورکړل شي.

دا ورځ په ۱۹۹۹ کال کې د یونېسکو له لوري اعلان شوې او وروسته په ۲۰۰۲ کال کې د د ملګرو ملتونو عمومي مجمع له خوا په رسمي ډول وپېژندل شوه.

د مورنیو ژبو نړيواله ورځ د هغو نړیوالو هڅو برخه بلل کېږي، چې موخه یې په نړۍ کې د ټولو ژبو ساتنه، پیاوړتیا او خوندي کول دي.

اړوند خبرونه