د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وایي چې یاد وزارت له دریو موسسو سره د ۴۷ زره ۲۳۰ امریکایي ډالرو په ارزښت د همکارۍ هوکړې لاسلیک کړې دي.
د دغه وزارت په اېکسپاڼه لیکل شوي چې دا هوکړې د «بهار کار»، «میشن ایست» او «زنان برای زنان افغان» موسسو سره لاسلیک شوې دي.
د یادو هوکړو له مخې: “دا پيسې به د یو زر ۲۸۸ کورنیو ۱۶ زره ۷۱۷ بېځایهشویو، راستنوشویو کسانو او کوربه ټولنو لپاره په پکتیا، بامیانو، پکتیکا، خوست، لوګر، کابل، تخار، بدخشان، کندوز او بغلان ولایتونو کې د نغدي، زدهکړو، مرستو او غیرنغدي ملاتړ په برخو کې په لګښت رسوي.”
سرچینې لیکلي چې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت په هېواد کې د کډوالو حقوقو او ګټو ملاتړ ته ژمن دی او د هغوی لپاره د داسې شرایطو رامنځتهکولو په لټه کې دی چې په ټولنه کې په ډاډمنه او ارامه توګه ژوند وکړي.

