د امريکا متحده ايالتونو د بهرنيو چارو وزارت د ايران، امريکا او اسراييلو ترمنځ د روانو ترينګلتياوو او جګړهييز وضعيت له دوام سره سم له خپلو وګړو غوښتني، چې ژر تر ژر د سيمې ۱۵ هېوادونه پرېږدي.
د ګلف نيوز ورځپاڼې د راپور له مخې، دې امريکايي وګړو ته يې له مصر، بحرين، ايران، عراق، اسراييل، لودېځه غاړه، له عزې تړانګې، اردن، کوېټ، لبنان، عمان، قطر، سعودي عربستان، سوریه، متحده عربي امارات او یمن څخه د وتلو غوښته کړې ده.
د امریکا بهرنیو چارو وزارت همدارنګه ویلي، هغه وګړي چې د وتلو په برخه کې مرستې ته اړتیا لري، کولای شي د یاد وزارت له ۲۴ ساعته فعالو ټیلیفوني کرښو سره اړیکه ونیسي.
بلخوا، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سید عباس عراقچي ویلي، چې د امریکا ځینې نظامیان او د سفارت کارکوونکي خپل رسمي مرکزونه پرېښي او په ملکي جامو کې د عربي هېوادونو په هوټلونو کې ځای پر ځای شوي دي.
نوموړي ټینګار کړی، چې دا ډول اقدام به هغوی د ایران د احتمالي بریدونو له خطره خوندي نه کړي.
د سیمهییز وضعیت د لا خرابېدو په اړه اندېښنې په داسې حال کې زیاتې شوې، چې د تهران او واشنګټن ترمنځ سیاسي او پوځي ترینګلتیا لوړې کچې ته رسېدلې ده.

