د زندانونو چارو د سمون ادارې خبر ورکړی، چې د روژې مبارکې میاشتې په مناسبت د هېواد له یو شمېر زندانونو څخه ټولټال ۱۲۰۵ تنه نارینه او ښځینه محبوسین او محجوزین له عفوې او تخفیف څخه برخمن شوي دي.
د یادې ادارې په وينا، دا پرېکړه د اسلامي امارت د سترې محکمې د عالي مقام په هدایت او د اړوندو ادارو په ګډون د ټاکل شوي پلاوي له لوري د بنديانو د دوسیو له کره ارزونې وروسته شوې ده.
سرچینه زیاتوي، د سرپل، سمنګان، غور، کونړ، پروان، پکتیکا، میدان وردګ، غزني، پنجشېر او لغمان ولایتونو په زندانونو کې ۵۵۰ تنه بنديان د حبس او حجز له پاتې مودې عفو او خوشې شوي، او د ۶۵۵ نورو د بند په موده کې تخفیف راغلی دی.

