د غزني ولایت د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست په همغږۍ، د نړیوال خوراکي پروګرام (WFP) په مالي ملاتړ او د «POWER» مؤسسې په همکارۍ د اندړ ولسوالۍ له ۲۷۰۶ اړمنو کورنیو سره نغدي مرسته شوې ده.
د مسوولینو په وینا، په دې لړۍ کې هرې کورنۍ ته ۲۹۰۰ افغانۍ نغدي مرسته او همداراز د ماشومانو لپاره ۱.۵ کیلوګرامه ځانګړې غذا (LNS) وېشل شوې ده.
د معلوماتو له مخې، د مرستو دا بهیر د درېیو ورځو په لړ کې د کلیو د بیارغونې او پراختیا ریاست د اندړ ولسوالۍ د ټولنیزو چارو مدیریت تر مستقیم نظارت لاندې په منظم او شفاف ډول ترسره شوی دی.

