ډېر لوستل شوي

هند: پاکستان د اسلامي یووالي په نوم ریاکاري کوي

په ملګرو ملتونو کې د هند دایمي استازولۍ د افغانستان پر خاوره د پاکستان وروستي هوايي بریدونه غندلي او ویلي یې دي، چې اسلام‌اباد د «اسلامي یووالي» تر شعار لاندې په ریاکارانه ډول د روژې په مبارکه میاشت کې ملکي وګړي، په ځانګړي ډول ښځې او ماشومان، په نښه کوي.

په ياد سازمان کې د افغانستان په تړاو جوړه شوې غونډه کې د هند دایمي استازي پي هرېش زياته کړې، چې «نوې ډیلي» د پاکستان دغه بریدونه د نړیوالو قوانینو، د ملګرو ملتونو د منشور او د دولتونو د حاکمیت ښکاره سرغړونه بولي.

د هند استازي په وينا: “دا ريا ده، چې له يوې خوا د نړيوالو اصولو او اسلامي يوالي خبرې کوې او له بل‌لوري د روژې مبارکه مياشت کې په بې‌رحمانه توګه په هوايي بريدونو کې مسلمانان په نښه کوي.”

پي هریش همداراز پاکستان د ترهګرو ډلو په ملاتړ تورن کړی او ويلې يې دي، چې اسلام‌اباد له دغو ډلو څخه د نیابتي ځواک په توګه استفاده کوي.

دا څرګندونې داسې مهال کېږي، چې تر دې وړاندې د ملګرو ملتونو په سازمان کې د چین دایمي استازي هم د افغانستان او پاکستان ترمنځ د وروستیو نښتو او د ملکي مرګ‌ژوبلې په اړه اندېښنه ښودلې وه.

اړوند خبرونه