د جرمني لومړي وزير فریدرېش مرتس وایي، چې د ایران پر وړاندې د روانې جګړې د پای ته رسېدو لپاره د امریکا او اسراییل د واضح پلان د نه شتون له امله اندېښنه لري.
نوموړي په برلین کې د چک جمهوریت له لومړي وزير سره د لیدنې پر مهال ويلي:”شاوخوا یوه اوونۍ کېږي، چې امریکا او اسراییل له ایران سره په جګړه کې ښکېل دي او د هرې ورځې په تېرېدو سره د جګړې د راتلونکې او د هغې د پای په اړه پوښتنې زیاتېږي.”
دا په داسې حال کې ده، چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ مخکې ویلي وو، چې له ایران سره جګړه نږدې پای ته رسېدلې او امکان لري ژر پای ومومي.

