ډېر لوستل شوي

د افغانستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو ټلېفوني خبرې کړې

د بهرنیو چارو وزیر مولوي امیرخان متقي او د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ‌يي ترمنځ ټیلیفوني خبرې شوې دي.

ياد وزارت وايي، په دې اړيکه کې دواړو لوريو د افغانستان او چین ترمنځ د دوه اړخیزو اړیکو پر پراختیا، د سیمې پر امنیتي وضعیت او د روانو سیمه‌ییزو تحولاتو پر اغېزو خبرې کړې دي.

ښاغلي متقي د اسلامي امارت د اقتصادمحوره بهرني سیاست یادونه کړې او ویلي یې دي، چې افغانستان له ګاونډیو او د سیمې له هېوادونو سره د باور، متقابل احترام او اقتصادي همکاریو د پراختیا غوښتونکی دی.

مولوي اميرخان متقي همداراز د سیمې وروستي امنیتي حالات یاد کړي او ټینګار یې کړی، چې د شخړو د حل یوازینۍ لار ډیالوګ او ډیپلوماسي ده.

په همدې حال کې، د بهرنیو چارو وزیر د پاکستان له لوري د افغانستان پر ملي حاکمیت د وروستیو بریدونو په اړه د اسلامي امارت دریځ شریک کړی او ویلي یې دي، چې افغانستان د خپل ځمکنۍ بشپړتیا د دفاع حق لري، خو د کړکېچ د پراختيا پر ځای سیاسي حل ته لومړیتوب ورکوي.

بل لور ته، وانګ‌يي د افغانستان او چین ترمنځ د اړیکو پر پیاوړتیا ټینګار کړی او ویلي یې دي، چې چین د سیمې د ثبات لپاره سیاسي تفاهم مهم بولي.

اړوند خبرونه