ډېر لوستل شوي

اقتصادي معاونیت: ملي تدارکاتو کمېسیون ۱۷ پروژې منظورې کړې دي

د ریاست‌الوزراء اقتصادي مرستیال ملا عبدالغني برادر اخوند په مشرۍ د ملي تدارکاتو کمېسیون په نوبتي غونډه کې د څه باندې یو میلیارد افغانیو په لګښت ۱۷ پروژې منظورې او په ۱۴ نورو کې یو لړ تعدیلونه راغلي دي. 

د اعلامیې له مخې، همداراز د شپږو پروژو په اړه ټاکل‌شویو کمېټو ته دندې سپارل شوې چې د پروژو د قیمتونو په اړه له ګټونکو شرکتونو سره مذاکره ترسره او راپور یې د ملي تدارکاتو کمېسیون مشرتابه ته وړاندې کړي.

اقتصادي معاونیت لیکلي چې په منظور شویو او تعدیل‌شویو پروژو کې د پنجشیر پوهنتون لپاره د لیلیې ودانۍ جوړول، د بدخشان پوهنتون لپاره د طب پوهنځي د ودانۍ جوړول او له کونړ څخه تر نورستان پورې د غځېدلي سړک اول او دویم فازونو د چارو بشپړول شامل دي. 

د سرچینې په وینا چې په دې کې همداراز د غزني په ګیرو ولسوالۍ، د فاریاب په بندر ولسوالۍ او د ننګرهار په سپين غر ولسوالۍ کې د عمومي روغتونونو جوړولو او همدارنګه په بېلابېلو ولایتونو کې د برېښنا رسونې او توزیع پروژې شاملې دي.

اړوند خبرونه