د کندهار مسوولین وايي چې د تېرې شپې د سختو بارانونو او سېلابونو له امله د یاد ولایت په مرکز او یو شمېر ولسوالیو کې سلګونو کورنیو ته مالي زیانونه اوښتي دي.
د دغه ولایت له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ریاست ویلي چې په ارغنداب ولسوالۍ کې ۱۵ کورنۍ ، په دامان ولسوالۍ کې ۱۵۰ کورنۍ، او په ژړۍ ولسوالۍ کې ۱۷۰ کورنۍ زیانمنې شوې دي.
د خبرپاڼې له مخې چې د کندهار ښار په بېلابېلو سیمو کې ۲۵۰ کورونه په کلي او نسبي ډول تخریب شوي، چې له دې جملې څخه ۲۰۰ کورنۍ بېځایه شوې دي.
د سرچینې په وینا چې د کندهار ولایت له پېښو سره د مبارزې چمتووالي ریاست ټیمونه د زیانونو د ارزونې او اړمنو کورنیو سره د مرستو د همغږۍ په موخه په زیانمنو سیمو کې خپلې هڅې دوامداره ساتلې دي.

