د ټولګټو وزير ملا محمد عيسی ثاني له خپل انجنيري او تخنيکي ټيم سره په ګډه د کابل–جلالآباد لویې لارې د تنګي غارو د غر ښویېدنې له سیمې لیدنه کړې ده.
ياد وزارت وايي، د بارانونو، سېلابونو او غر ښویېدنې له امله په یادې سیمه کې لویه لاره په لنډمهاله توګه د ترافیکو پر مخ تړل شوې او د غر ښویېدنې احتمالي خطرونه لا هم شته دي.
د وزارت د معلوماتو له مخې، د فرعي مسیر او استحکامي پل ځينې برخې تخریب شوې او له سروبې څخه تر لغمان دروازې پورې سړک ته لویې او کوچنۍ ډبرې راښویېدلې دي.
د ټولګټو وزیر خپلو عملیاتي او تخنیکي ټیمونو ته لارښوونه کړې، چې د اړینو ماشینريو په مرسته د سړک پاککارۍ او د تخریب شویو برخو ترمیم چارې پیل کړي او لویه لاره د ترافیکو پر مخ بېرته پرانیزي.
دې وزارت هېوادوالو ته سپارښتنه کړې، چې تر رسمي خبرتیا پورې په ياد مسير له تګـراتګ ډډه وکړي او اړتیا پر مهال د سروبې – تګاب مسیر له لارې لاړ او راشي. همداراز، ټولګټو وزیر ټولو ولایتي ریاستونو ته لارښوونه کړې، چې د بارانونو او سېلابونو پر مهال دې د لارو پاکوالي او د هېوادوالو د خوندیتوب لپاره بشپړ چمتووالی ولري.

