د امیرالمؤمنین حفظه الله د شفاهي لارښونې پر بنسټ، د بېړني حالت کمېټه د کابل ولایتي دفتر تر څارنې لاندې جوړه شوې او د کابل والي ملا امین الله عبید یې مشر ټاکل شوی دی.
دا کمېټه د واورې، درنو بارانونو او نورو طبیعي پیښو له امله د رامنځته شویو بحراني حالاتو د مهار او هېوادوالو سره د مرستې په پار رامنځته شوې ده.
د کابل ښاریانو ته ویل شوي چې د بېړني حالت په صورت کې دې له دې کمېټې سره مستقیمه اړیکه ونیسي او خپلې ستونزې دې شریکې کړي.
پورته ذکر شوې کمیټې ته دنده سپارل شوې چې د ستونزو د کمولو، د بحران د مدیریت او اړینو اسانتیاوو د برابرولو لپاره اړین اقدامات وکړي.
همدارنګه، د ولسوالیو په کچه د ښې همغږۍ او اغېزمن مدیریت په پار، دا پروسه د ولسوالانو له لارې هم په فعاله توګه تعقیبیږي او ټولې اړوندې ادارې مکلفې دي چې له دې کمېټې سره بشپړه همکاري وکړي. یاده دې شي چې هېوادوالو ته د لا ښه چوپړ په موخه پر لویو لارو ګرځنده ګزمې هم ایجادې شوي دي.

