د عدلیې وزارت وایي چې د کورونو د کرایې کنترول ګډې کمېټې پرېکړه کړې چې په ټول هېواد کې د استوګنیزو کورونو د کرایې لوړول ممنوع دي، او سرغړوونکي به د قانون منګلو ته سپارل کېږي.
د دې کمېټې د پرېکړې له مخې چې د ۱۴۰۵ کال لپاره د کورونو او استوګنیزو بلاکونو د کرایې معیار هماغه د دوو کلونو مخکې (۱۴۰۳ کال) کرایه ده چې حد اکثر ۱۰ سلنه زیاتوالی دی.
په اعلامیه کې ټینګار شوی چې د استوګنیزو کورونو مالکین او د معاملاتو لارښوونې د دفترونو متصدیان له دې معیار څخه د لوړې کرایې ټاکلو حق نه لري. د عدلیې وزارت په اعلامیه کې همداراز ویل شوي د غړیو ادارو د استازو په ګډون جلا جلا کمېټې دې په کابل ولایت کې د معاملاتو لارښوونې ټول دفترونه او استوګنیز بلاکونه د کرایې د څرنګوالي له مخې بررسي او سرغړوونکي د قانوني تعقیب لپاره اړوندو ارګانونو ته ور وپېژني.

