ډېر لوستل شوي

د افغان حج‌کوونکو د لېږد بهير پيل؛ لومړنۍ الوتنه نن درې بجې مدینې ته کېږي

د ارشاد، حج او اوقافو وزارت خبر ورکړی، چې سعودي عربستان ته د افغان حج‌کوونکو د لېږد بهير نن د کابل له نړيوال هوايي ډګره پيلېږي او لومړنۍ الوتنه به د ماسپښين په درې بجې مدینې منورې ته وشي.

د ياد وزارت د معلوماتو له مخې، سږ کال به له افغانستانه شاوخوا ۳۰ زره کسان د حج فریضې د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته واستول شي.

د ارشاد، حج او اوقافو وزير دوکتور نورمحمد ثاقب تر دې وړاندې ويلي، چې د تېر کال په پرتله د هر حاجي په لګښت کې نږدې ۱۶ زره افغانۍ کموالی راغلی دی. د وزير په وينا، سږ کال له هر حاجي څخه ۲۶۶ زره او ۴۰۰ افغانۍ اخيستل کېږي.

دوکتور نورمحمد ثاقب همدارنګه زياته کړې، چې د روان کال د حج د ټولې پروسې مجموعي لګښت ۷ ميليارده، ۸۱۸ ميليونه، ۳۰۰ زره او ۷۲۰۰ افغانۍ ته رسېږي. د ويلو ده، چې تېر کال هم له افغانستانه ۳۰ زره کسان د حج فریضې د ادا کولو لپاره سعودي عربستان ته تللي وو.

اړوند خبرونه