عامې روغتیا وزارت وایي چې د ملګرو ملتونو ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) له لوري د ننګرهار عامې روغتیا ریاست ته ۲۹ قلمه درمل سپارل شوي دي.
د دغه وزارت په اېکس لیکل شوي چې دا درمل د یونیسف ادارې له لوري د روان میلادي کال دویمې ربعې لپاره د ننګرهار سیمهییز تخصصي او د ولسوالیو روغتونونو کې د روغتيايي خدمتونو وړاندې کولو په موخه مسوولینو ته سپارل شوي دي.
د خبرپاڼې له مخې چې له دې درملو څخه ۱۵ قلمه د سیمه ییز روغتون لپاره او ۱۴ قلمه د ولسوالیو روغتونونو لپاره ځانګړي شوي، چې پر ټاکلي وخت به ټولو مرکزونو ته ولېږدول شي. یونیسف تر دې مخکې هم د هېواد له بېلابېلو روغتونونو سره د درملو مرسته کړې ده.

