ډېر لوستل شوي

مولوي عبدالولي حقاني: د هېواد روغتيايي سيستم د بدلون پر لور روان دی

د عامې روغتیا وزارت د روغتیايي خدمتونو وړاندې کولو مرستیال مولوي عبدالولي حقاني وایي، د هېواد روغتیايي سیستم د بدلون پر لور روان دی او هڅه کېږي، چې خلکو ته لا ښه او پراخ خدمتونه برابر شي.

د اميد راډيو خبريال د «ولایتي مسوولینو د همغږۍ او ظرفیت لوړونې ورکشاپ» کې د ښاغلي حقاني له قوله ويلي، چې د داسې پروګرامونو پر جوړولو کار روان دی، څو په ټول هېواد کې خلکو ته اسانه او ضروري روغتیايي خدمتونه ورسېږي. د يادونې وړ ده، چې عامې روغتيا وزارت د ولايتي رياستونو مسوولينو ته د همغږۍ او ظرفيت لوړونې ورکشاپ پيل کړی، چې څلور ورځې به دوام وکړي.

اړوند خبرونه