عدلیې وزارت وایي چې تېر ۱۴۰۴ کال یې د ازموینې له اخیستلو او د قانوني بهیر د مراحلو بشپړولو وروسته ۳۵۶ نویو مدافع وکیلانو ته د فعالیت جوازونه وېشلي دي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې دا مهال په ټول هېواد کې ۲ زره ۱۲۳ مدافع وکیلان فعالیت لري، او په تېر یو کال کې د ۱۷۶۱ مدافع وکیلانو د فعالیت جوازونه هم تمدید شوي دي.
عدلیې وزارت د مدافع وکیلانو له فعالیتونو څخه څارنې ته په اشارې ویلي چې تېر کال ۶۵۳ دارالوکالې څارل شوې او په مرکز کې ۸۵ دارالوکالې د سرغړونو له امله تړل شوې دي. یاد وزارت په همدې موده کې د مدافع وکیلانو ۵۲ شکایتونه ارزولي او له ۳۶۳ څخه زیاتو مدافع وکیلانو ته د اصولو او قوانینو مطابق د فعالیت سپارښتنې شوې دي.

