د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت د ښوونې او روزنې رئیس، شیخ عبدالرحمان رحماني، په خپلو خبرو کې د هېواد سیاسي، اقتصادي او ټولنیز پرمختګ د اسلامي نظام له ځانګړو اهدافو څخه یاد کړي او په وینا یې د اسلامي امارت امیرالمؤمنین د ځانګړي شفقت له مخې، د نورستان ولایت برګمټال ولسوالۍ څخه د پکتیکا ولایت تروې ولسوالۍ پورې ۱۲۵ پراختیایي پروژې پلي کېږي، چې چارې یې د سرحداتو وزارت او د هر ولایت مرستیال والي، نورو اړوندو ولایتي ادارو او قراردادي شرکتونو له لوري پر مخ وړل کېږي، ترڅو خلکو ته اسانتیاوې برابرې شي. ازره د لوګر حتیځ ته پرته غرنۍ ولسوالۍ ده چې خلک یې له فقر او طبیعي پېښو سره لاس او ګرېوان وي.

