د کډوالو او راستنېدونکو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء وایي، د جمعې په ورځ ۸۸۸ افغان کډوالې کورنۍ چې ۴ زره ۶۷۳ تنه کېږي له بېلابېلو لارو په جبري توګه هېواد ته راستانه شوي او ورته بېلابېل خدمتونه هم وړاندې شوي دي.
د ياد کمېسيون د راپور له مخې، د ننګرهار تورخم له لارې ۶۸۴ کورنۍ، د کندهار سپين بولدک له لارې ۶۲ کورنۍ، د نيمروز د ورېښمو له لارې ۱۱۳ کورنۍ او د هرات اسلامکلا له لارې ۲۸ کورنۍ راستنې او ثبت شوې دي.
مسوولين وايي، چې له راستنو شويو سره مالي مرستې شوې او سربېره پر دې، خپلو اصلي سيمو ته د لېږد، د سيمکارټونو وېش، روغتيايي، ټرانسپورټي او د عامه پوهاوي خدمتونه هم وړاندې شوي دي. دا په داسې مهال ده، چې له پاکستانه د افغان کډوالو د جبري اېستنې لړۍ دوام لري او په هېواد کې د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت اړوند کمېټو له لوري ورته پوره چمتووالی نيول شوی دی.

