ډېر لوستل شوي

ننګرهار کې افغان کډوالو ته څه باندې ۱۰۰۰ استوګنيزې نمرې وېشل شوې

د کور او ښار جوړولو وزارت خبر ورکړی، په ننګرهار کې راستنو شويو افغان کډوالو کورنيو ته ۱ زر او ۲۳۷ استوګنيزې نمرې وېشل شوې دي.

ياد وزارت وايي، په دې تړاو جوړو شويو مراسمو کې د همدې وزارت وزير مولوي نجيب‌الله حيات حقاني ټينګار کړی چې اسلامي چې امارت ژمن دی، څو تر ممکنې کچې راستنېدونکو کډوالو ته د سرپناه، بنسټیزو خدمتونه او د ژوند مناسب شرایط برابر کړي.

د مسوولينو په وينا، په یادو سیمو کې به د اوبو، برېښنا، سړکونو، ښوونځیو او روغتیايي مرکزونو د جوړولو چارې هم په تدریجي ډول پلي شي.

د کور او ښار جوړول وزارت د معلوماتو له مخې، له دې سره په یاد ولایت کې راستونو شويو کډوالو کورنیو ته په ټوله کې ٢٦٠٥ استوګنیزې نمرې وېشل شوې او لا هم دا لړۍ دوام لري.

اړوند خبرونه