ډېر لوستل شوي

يوه ورځ کې ۱ زر او ۴۲ افغان کډوالې کورنۍ هېواد ته راستنې شوې

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسيون دارالانشا‌ء راپور ورکړی، چې تېره ورځ هېواد ته له بېلابېلو لارو ۱۰۴۲ کورنۍ، چې ۵ زره ۵۱۳ تنه کېږي راستانه شوي او اړين خدمتونه هم ورته وړاندې شوي دي.

د ياد کمېسيون د راپور له مخې، دا شمېر کډوال د ننګرهار تورخم، د کندهار سپین بولدک، د نيمروز ورېښمو او د هرات اسلام‌کلا له لارو راستانه شوي دي.

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمیسیون زیاتوي، چې د راستنو شویو کورنیو له ډلې یې له ۹۵۲ کورنیو سره نغدي او خوراکي مرستې شوې او پر دوی باندې ۱۰۰۳ سیمکارتونه هم وېشل شوي دي.

دا په داسې مهال ده، چې له ګاونډيو هېوادونو د افغان ګډوالو د راېستلو لړۍ دوام لري او د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت له لوري هم ورته اړين خدمتونه وړاندې کېږي.

اړوند خبرونه