ډېر لوستل شوي

سرپل کې له ۵۰۰ کورنیو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته شوې  

افغاني سره میاشت وایي چې د سرپل ولایت په مرکز او سانچارک ولسوالۍ کې یې له ۵۰۰ راستنوشویو او سېلا‌ځپلو کورنیو سره د خوراکي او غیرخوراکي توکو مرسته کړې ده. 

د دې ټولنې په اېکس‌پاڼه لیکل شوي، دا مرسته د اوزبیکستان په ملاتړ چمتو شوې وه چې هرې کورنۍ ته ۵۰ کیلو اوړه، ۱۰ لیټره غوړي، ۱۸ کیلو وریژې، ۹ کیلو بوره، ۹٫۵ کیلو مکروني، ۳۸ پاکټه آش، ۵ کیلو بسکویټ، یو جوړ څپلۍ او یو شمېر نور اړین توکي ورکړل شوي دي.

د افغاني سرې میاشتې مسوولینو هیله څرګنده کړې چې دا مرسته به د یادو کورنیو د لومړنیو اړتیاوو په پوره کولو کې اغېزمنه تمامه شي. د خبرپاڼې له مخې چې افغاني سره میاشت راستنوشویو او د طبيعي پېښو له امله زیانمن‌شویو کورنیو لومړنیو اړتیاوو ته پر وخت رسېدنه کوي.

اړوند خبرونه