ډېر لوستل شوي

د بامیان ولایت کډوالو ښارګوټي کې راستنوشویو ته د ځمکې وېش دویمه لړۍ پیل شوې

د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت وايي چې نن (سه‌شنبه) د بامیان کډوالو ښارګوټي کې راستنوشویو کورنیو ته د ځمکو د وېش لړۍ پیل شوې ده.

د دغه وزارت په اېکس‌پاڼه لیکل شوي چې دا لړۍ له ایران او پاکستان څخه ۶۰ راستنوشویو کورنیو لپاره د ځايي مسوولینو او اړوند ادارو د استازو په شتون کې پیل شوې ده. 

د خبرپاڼې له مخې چې په دې مراسمو کې د بامیانو د کډوالو امر، مولوي فضل عمر اخندزاده ویلي چې د یاد ولایت په بېلابېلو سیمو کې به ۴ زره راستنوشویو کورنیو ته د اوسېدو زمینه برابره کړي.

په خبرپاڼه کې د ښاغلي اخندزاده له قوله ویل شوي چې اسلامي امارت له ایران او پاکستان څخه د راستنو شویو د ملاتړ او هغوی ته د اسانتیاوو برابرولو په موخه ګټورې او دوامداره لارې کاروي. د یادولو ده چې په دغه ښارګوټي کې جومات، ښوونیز او روغتیايي مرکزونه، تفریحي پارکونه او د اوسېدونکو نورې اړتیاوې په نظر کې نیول شوې دي.

اړوند خبرونه