ډېر لوستل شوي

بادغیس کې د لومړنيو توکو ۲۵ کانټينر د مرستو وېش لړۍ پيل شوې

د بادغیس د طبیعي پېښو پر وړاندې د مبارزې چمتووالي ریاست د نړیوالو کډوالو سازمان (IOM)  په مالي ملاتړ د لومړنيو توکو او تجهیزاتو ۲۵ کانتینرو د مرستو وېش لړۍ پیل کړې ده.

د ياد رياست مسوولين وايي، دا ۷۹ قلمه بېلابېل مهم توکي د مرکز کلانو او د قادس، بالامرغاب، آبکمري، دره‌بوم او په مقر ولسوالیو کې وېشل کېږي.

د خبرپاڼې له مخې، د « IOM» په همغږۍ د ۲۵ شوراګانو لپاره د پوهاوي او روزنیزو پروګرامونو ترڅنګ ۱۵۰۰ کسانو ته روزنه هم ورکړل شوې ده.

په دې پروګرامونو کې د طبيعي پېښو پرمهال د اغېزمنو او چټکو خدمتونو وړاندې کولو په موخه ۵۰ د پېښو د مدیریت کمېټې، ۵۰ د مخکېني خبرداري ډلې، ۵۰ د لټون او ژغورنې ډلې او ۵۰ د لومړنیو مرستو ټیمونه جوړ شوي دي.

چارواکي وايي، دا پروګرامونه د خلکو د چمتووالي د لوړولو او د طبیعي پېښو د زیانونو د کمولو په هدف عملي کېږي.

اړوند خبرونه