ډېر لوستل شوي

“بې‌وسه لیکوالانو ته د کتابونو د چاپ لګښت ورکوو”

د اطلاعاتو او کلتور وزارت د خپرونو مرستیال مولوي حیات‌الله مهاجر فراهي ویلي، هغه لیکوالان او د قلم خاوندان چې د خپلو کتابونو د چاپ مالي توان نه لري، د کتابونو د چاپ لګښت به یې ياد وزارت پر غاړه واخلي.

د خپرونو مرستيال په ننګرهار کې د لیکوالانو لپاره په جوړ شوي یوه ورځني «فکري او اصلاحي» سیمینار کې زياته کړې چې د ځوانانو د فکري روزنې او ادبي ودې لپاره به ورته سيمنيارونه دوام ومومي. مولوي حيات‌الله مهاجر فراهي له لیکوالانو غوښتي چې د خپلو لیکنو له لارې د ځوان نسل د فکري بیدارۍ او سالمې روزنې برخه کې خپل مسوولیت ادا کړي.

اړوند خبرونه