د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی چې په روانه اوونۍ کې د پاکستان له بېلابېلو بندخونو ۵۶۱ افغان کډوال ازاد او خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
یاد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، له دې ډلې ۴۸۱ تنه د ننګرهار د تورخم له لارې او ۸۰ تنه د کندهار د سپین بولدک له لارې هېواد ته دننه شوي دي.
د مسوولينو په وينا، دا راستانه شوي کسان په پاکستان کې د اقامې اسنادو د نه درلودو له امله نيول شوي وو. ياد وزارت زياته کړې چې راستنانه شوي دا افغان کډوال له ثبت او لومړنيو مرستو وروسته خپلو سيمو ته هم لېږل شوي دي.

