ډېر لوستل شوي

مولوي نور جلال جلالي: ۹۰ سلنه هېوادوال دولتي روغتونونو ته مراجعه کوي

د عامې روغتيا وزير نور جلال جلالي وايي، د هېواد د بې‌وزلۍ له امله شاوخوا ۹۰ سلنه هېوادوال دولتي روغتونونو ته مراجعه کوي او اوس‌مهال په دغو روغتيايي مرکزونو کې د خلکو درملنه په ښه ډول ترسره کېږي.

د اميد راډيو خبريال د «ابو علي‌سينا بلخي» دويم نړيوال تخصصي نندارتون کې د ښاغلي جلالي له قوله ويلي، پانګوال بايد د هېواد دننه پانګونه وکړي، څو د خلکو ډېری ستونزې په کور دننه حل او روغتيايي خدمتونه نور هم پياوړي شي.

وزير ټينګار کړی، د بهرنيو درملو او توکو پر ځای بايد له کورنيو درملو استفاده وشي، ځکه داخلي درمل هم د کيفيت او هم د بيو له پلوه د هېوادوالو لپاره ګټور او د باور وړ دي. د عامې روغتيا وزير زياته کړې، د کورنيو توليداتو ملاتړ نه يوازې د روغتيايي سکټور د پياوړتيا لامل کېږي، بلکې د هېواد اقتصادي ودې سره هم مرسته کوي.

اړوند خبرونه