د کابل ښاروالۍ استازی، نعمتالله بارکزی وايي چې د کابل ښار حضوري چمن سيمه کې د «نجات څلي» پخوانۍ بڼه د کورنيو جګړو پرمهال له منځه تللې وه، خو اوسنی جوړښت يې شاوخوا نهه کاله وړاندې بېرته رغول شوی و.
ښاغلي بارکزي امید راډیو ته ویلي، کابل ښاروالي په ياده سيمه کې د «هوايي پل» جوړېدو پروژه پيل کړې او پلان لري چې د همدې پل پر سر د «نجات څلي» نوی جوړښت هم رامنځته کړي چې تاريخي نوم او هويت يې خوندي پاتې شي.
نوموړي ټينګار کړی، کابل ښاروالي د تاريخي اثارو او ملي ارزښتونو ساتنې ته ژمنه ده او ټول افغانان هم غواړي چې دې برخې ته لا ډېره پاملرنه وشي.
د کابل ښاروالۍ استازي همداراز ویلي چې په یاده سیمه کې دا پل د ترافیکي ګڼېګوڼې د کمولو په موخه جوړېږي.

