د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسيون دارلانشا وايي، په تېره يوه ورځ کې له پاکستانه ۴ زره او ۵۱۰ افغان کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.
ياد کمېسيون په خپل يوه ورځني کاري راپور کې ويلي، د ننګرهار د تورخم له لارې ۳ زره او ۹۹۸ تنه او د کندهار د سپين بولدک له لارې ۵۱۲ تنه راستانه شوي دي.
مسوولين وايي، دا کډوال له ثبت او هرکلي وروسته خپلو اصلي سيمو ته هم لېږدول شوي دي. دا په داسې حال کې ده چې ياد کمېسيون تېره ورځ هم له پاکستانه په يوه ورځ کې د څه باندې ۵ زره افغان کډوالو له اجباري ايستلو خبر ورکړی و.

