د رياستالوزراء اقتصادي مرستيال ملا عبدالغني برادر اخوند له هېوادوالو غوښتي، چې پر افغاني توليداتو باور او له کورنيو توليداتو ملاتړ وکړي.
د اميد راډيو خبريال د «ابو عليسينا بلخي» دويم نړيوال تخصصي نندارتون کې د ښاغلي برادر په حواله ويلي، د درملو د توليد په برخه کې د هېواد دننه کار شوی او هڅې لا هم روانې دي.
د رييسالوزراء اقتصادي مرستيال زياته کړې، د درملو له کورنيو کارخونو ځينې توليدات نورو هېوادونو ته هم صادر شوي او افغانستان اوس د پخوا په څېر پر نورو هېوادونو پورې تړلی نه دی، ځکه کورنۍ پانګونه په وده کې ده.
ملا عبدالغني برادر اخوند د کورني توليداتو د پېژندلو لپاره د ورته نندارتونونو جوړول مهم بللي او له درمل جوړوونکو يې غوښتي، چې د خپلو توليداتو کيفيت نور هم لوړ کړي.

