ډېر لوستل شوي

خاک جبار کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره نوی ښارګوټی جوړېږي

د کور او ښار جوړولو وزير مولوي نجيب‌الله حيات حقاني د کابل په خاک جبار ولسوالۍ کې د راستنېدونکو کډوالو لپاره د نوي استوګنيز ښارګوټي تفصيلي پلان تاييد او لاسلیک کړی دی.

د ياد وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې ښارګوټي کې ۴ زره او ۶۵۲ استوګنيزې نمرې په پام کې نيول شوې، چې د اړمنو او راستنو شويو کډوالو کورنيو ته به په منظم او شفاف ډول ووېشل شي.

همداراز په دې ښارګوټي کې د سړکونو معیاري شبکه، جوماتونه، ښوونځي، روغتيايي مرکزونه، سوداګريز مارکېټونه، شنې ساحې، د پاکو اوبو سيستم، برېښنا او نور بنسټيز خدمتونه هم شامل دي. د کور او ښار جوړولو وزارت ويلي، چې د هېواد په نورو ولايتونو کې هم د ورته ښارګوټو د جوړولو او پراختيا لړۍ روانه ده، څو راستنېدونکو هېوادوالو ته د هوسا او با ثباته ژوند زمينه برابره شي.

اړوند خبرونه