ډېر لوستل شوي

اذربایجان کې د افغانستان او سومالیا ترمنځ پر چاپېریالي او ښاري همکاریو خبرې شوې

د چاپېریال ساتنې ادارې عمومي رييس مولوي مطیع‌الحق خالص د باکو په ښار کې د «WUF13» نړیوال ښاري فورم په څنډه کې د سومالیا د ښار جوړونې وزیر او پلاوي سره يې د ګډو همکاریو په تړاو خبرې کړې.

يادې ادارې د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، په دې ناسته کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ښاري پراختیا، چاپېریال ساتنې او دايمي همکاریو د پیاوړتیا په اړه هر اړخیز بحث شوی دی.

دواړو لوريو د عصري او معیاري ښارونو د جوړونې، ښاري پلانونو د تطبیق، د بې‌ځایه شویو کورنیو لپاره د سرپناه برابرولو او د ښاري خدمتونو د پراختیا په برخو کې خپلې تجربې او نظریات شریک کړي دي.

په ناسته کې د پاکې انرژۍ د ترویج، د اقلیمي بدلونونو د اغېزو د کمولو، د شنو ساحو د پراختیا او د ښارونو د دايمي پرمختګ په تړاو هم خبرې شوې دي.

همداراز دواړو لوريو ټینګار کړی چې د چاپېریالي او ښاري ستونزو د حل لپاره ګډې همکارۍ او د تجربو تبادله کولی شي د دواړو هېوادونو لپاره ګټورې پایلې ولري.

مولوي مطیع‌الحق خالص د نړیوالو فورمونو ارزښت ته په اشارې ویلي، دا ډول غونډې د هېوادونو ترمنځ د همکاریو، تجربو شریکولو او د ګډو ننګونو لپاره د حل‌لارو موندلو ښه فرصت برابروي.

اړوند خبرونه