ډېر لوستل شوي

د قطر سفیر د افغانستان له ملي آرشیف سره د فرهنګي همکاریو ژمنه کړې

په کابل کې د قطر سفیر ډاکټر مردف القاشوطي د اطلاعاتو او کلتور وزارت له ملي آرشیف څخه د ليدنې پر مهال د تاریخي اسنادو او خطي نسخو د ترمیم په برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې ده.

د اطلاعاتو او کلتو وزارت د ملي آرشیف رييس قاري عبیدالله حنیف په حواله ویلي، ملي آرشیف د تاریخي اسنادو، خطي نسخو او لرغونو آثارو له پلوه بډایه اداره ده، خو یاد اثار او نسخې ترمیم او مرمت ته جدي اړتیا لري.

ښاغلي حنيف له اړوندو ادارو غوښتي، چې د تاریخي اسنادو او لرغونو آثارو د ساتنې او بیارغونې په برخه کې همکاري وکړي.

بل‌لور ته د قطر سفیر د خطي نسخو او تاریخي اسنادو د ترمیم او مرمت په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړی دی.

همداراز د بهرنیو اړیکو او فرهنګي آتشو رييس محمد شفیق احمدزي، د قطر سفیر او د ملي آرشیف رييس د ياد آرشیف له بېلابېلو څانګو لیدنه کړې، چې هلته مسلکي کارکوونکو د تاریخي اسنادو او آثارو په اړه معلومات وړاندې کړي دي. په ناسته کې د افغانستان او قطر ترمنځ پر دايمي فرهنګي همکاریو هم ټینګار شوی دی.

اړوند خبرونه