عامې روغتیا وزارت د هرات ښار په پنځمه ناحیه کې د درملو له یو شمېر عمده پلورنځیو څخه د څارنې خبر ورکړی دی.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې دا څارنه د هرات روغتیا ریاست د نظارت او پلټنې مسوولینو له لوري شوې چې په پایله کې یې د درملو څلور عمده پلورنځي تړل شوي دي.
سرچینې لیکلي چې د درملو دا عمده پلورنځي له روغتیايي قوانینو څخه د سرغړونې له امله تړل شوي دي.
د عامې روغتیا وزارت همداراز لیکلي چې د دې څارنې پرمهال ۱۷۷۷ کیلوګرام له نېټې تېر او بېکیفیته درمل هم راټول او د له منځهوړلو په موخه د روغتیا ریاست مرکزي ګودام ته لېږدول شوي دي.

