د کډوالو او راستنېدونکو چارو وزارت خبر ورکړی چې په ننګرهار، فارياب او سمنګان ولايتونو کې ۵۳۰ راستنو شويو کورنيو ته د استوګنيزو ځمکو نمرې وېشل شوې دي.
ياد وزارت د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي، په ننګرهار کې ۲۰۰، په فاریاب کې ۲۸۰ او په سمنګان کې ۵۰ راستنو شویو کورنیو ته د دایمي استوګنې لپاره د ځمکو نمرې سپارل شوې دي.
د مسوولينو په وينا، د دې پروسې موخه د راستنېدونکو هېوادوالو د سرپناه ستونزو ته رسېدنه او هغوی ته د مناسب ژوند زمینه برابرول دي. د معلوماتو له مخې، تر دې مهاله په ټول هېواد کې د وېشل شویو استوګنیزو نمرو شمېر ۳۵ زره او ۷۱۹ ته رسېدلی او د راستنو شویو کډوالو د ملاتړ او دایمي مېشتېدنې بهیر لا هم دوام لري.

