د فراه د اطلاعاتو او کلتور ریاست وایي، د لوی اختر په شپو او ورځو کې له ۳۰ زره زیاتو داخلي سیلانیانو د دې ولایت له لرغونو، طبیعي او تفریحي سیمو څخه لیدنه کړې ده.
د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، سیلانیانو د فراه ښار ترڅنګ د اناردرې، بالابلوک، خاکسفید، پشتکوه او شیبکوه ولسوالیو له بېلابېلو سیاحتي سیمو څخه هم لیدنه کړې ده.
مسوولین وایي، د شفا چینې، شرافت کوه، تنګیرې، خارک، کک کهزاد، باغپل، نوروزي او باراندک سیمې د اختر په ورځو کې د سیلانیانو د پام وړ ځایونه وو.
د فراه د اطلاعاتو او کلتور ریاست په وینا، د سیلانیانو د شمېر زیاتوالی د دې ولایت د ګرځندویزو جاذبو د پراخېدو او د خلکو د لېوالتیا د زیاتېدو څرګندونه کوي.

