ډېر لوستل شوي

آیسلنډ له افغانستان سره نږدې ۴۰۲ زره ډالره بشري مرسته کړې

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) وايي، آیسلنډ د افغانستان بشري وجهي صندوق ته د ۵۰ میلیونه آیسلنډي کرونو چې نږدې ۴۰۲ زره امریکایي ډالر کېږي، مرسته کړې ده.

اوچا پر خپله اېکس‌پاڼه ليکلي، دا مالي مرسته به بشري شریکانو ته زمینه برابره کړي چې په افغانستان کې له بېړنیو حالاتو اغېزمنو شویو کورنیو ته اړینې مرستې ورسوي.

د یاد دفتر په وینا، د آیسلنډ ملاتړ د بشري مرستو د دوام او د اړمنو افغانانو د لاسنیوي په برخه کې مهم رول لري.

اوچا د دې مرستې هرکلی کړی او ویلي یې دي چې د نړیوالو شریکانو همکارۍ د بشري اړتیاوو د پوره کولو لپاره ارزښتناک اهمیت لري.

اړوند خبرونه