د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست په کوربتوب د ګڼو خبریالانو او د بېلابېلو امارتي ریاستونو د ویاندویانو په ګډون د همغږۍ غونډه ترسره شوې ده. ددې ناستې په پیل کې د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ رئیس مفتي انعامالله سمنګاني په پیل کې له کابل څخه راغلو مېلمنو، د ریاستونو ویاندویانو او خبریالانو ته ښه راغلاست ویلی او په کندهار کې یې د رسنیو اوسنی حالت مثبت او د باور وړ بللی دی.
ښاغلي سمنګاني د رسنیو له مسوولینو او خبریالانو مننه کړې چې خپل رسنیز فعالیتونه یې د اسلامي امارت د پالیسۍ او نافذه قوانینو په چوکاټ کې ترسره کړي دي. نوموړي همداراز ډاډ ورکړی چې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست به د خبریالانو د ستونزو د حل او اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکړي.
ورپسې د خبریالانو د اتحادیې مشر حافظالله علیزي خبرې وکړې او د کندهار د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له رئیس، مفتي انعامالله سمنګاني، څخه یې مننه کړې چې تل یې د خبریالانو ستونزو ته پاملرنه کړې او اطلاعاتو ته د لاسرسي په برخه کې یې لازمې همکارۍ کړې دي. ښاغلي علیزي خبریالانو ته په خپلو سپارښتنو کې ټینګار وکړ چې خپل رسنیز فعالیتونه د اسلامي امارت د پالیسۍ مطابق ترسره کړي، ترڅو اطلاعاتو ته لاسرسی لا اسانه شي، ستونزې حل شي او د دولتي ادارو او خبریالانو ترمنځ واټن نور هم کم شي.
د پرېس کلب مشر صدیقالله افغان هم په خپلو خبرو کې د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست د هڅو ستاینه کړې او د کندهار د رسنیو یو شمېر ستونزې او ننګونې یې له مسوولینو سره شریکې کړې. نوموړي له اړوندو ادارو غوښتي چې د دغو ستونزو د حل لپاره عملي ګامونه پورته کړي.
ورپسې د خبریالانو د خونديتوب کمېټې مسؤول عطاءالله عمر ویلي چې دا مهال په کندهار کې د دولت او خبریالانو ترمنځ اړیکې تر پخوا ښې شوې دي. نوموړي د نویو خبریالانو د ظرفیت لوړونې لپاره د تخنیکي او مسلکي روزنیزو پروګرامونو پر جوړېدو هم ټینګار وکړ.
د یادونې وړ ده، خبریالان، د ستونزو د حل، د رسنیو او دولتي ادارو ترمنځ د همغږۍ د پیاوړتیا او اطلاعاتو ته د لاسرسي د اسانتیا په موخه دا ډول غونډې اړینې بولي او په منظم ډول یې د ترسره کېدو هیله ښیي.

