ډېر لوستل شوي

یوه ورځ کې ۵۱۷ افغان کډوالې کورنۍ راستنې او ۷۵۳ کورنیو ته د استوګنې نمرې وېشل شوې

د کډوالو ستونزو ته د رسېدنې عالي کمېسیون دارالانشاء راپور ورکړی چې په تېره یوه ورځ کې د هېواد له بېلابېلو لارو ۵۱۷ افغان کډوالې کورنۍ چې د غړو شمېر یې ۲۷۹۷ تنو ته رسېږي، هېواد ته راستانه شوې دي.

د ياد کمېسيون د راپور له مخې، دا کډوالې کورنۍ د تورخم، سپین بولدک، ورېښمو پل او اسلام‌کلا له لارو راستنې شوې او د ثبت، لېږد، مالي مرستو، روغتیايي خدمتونو او عامه پوهاوي په برخو کې اړین خدمتونه هم ورته وړاندې شوي دي.

همدارنګه، ۱۰۱۸ کورنۍ چې ۵۷۲۲ غړي یې لرل، د هېواد بېلابېلو ولایتونو ته لېږدول شوې او سلګونو کورنیو ته نغدي مرستې هم ورکړل شوې دي.

راپور زیاتوي چې په ننګرهار، فاریاب، فراه او هلمند ولایتونو کې ۷۵۳ راستنېدونکو کورنیو ته د استوګنې ځمکو نمرې وېشل شوې دي.

د کمېسیون د معلوماتو له مخې، تر دې مهاله د راستنېدونکو کډوالو لپاره د وېشل شویو استوګنیزو نمرو ټولیز شمېر ۳۷ زره او ۷۱۳ ته رسېدلی او دا لړۍ لا هم دوام لري.

اړوند خبرونه