ډېر لوستل شوي

کاپیسا کې د راستنوشویو کډوالو لپاره په ۲۵۴ جریبه ځمکه ښارګوټی جوړېږي

د کور او ښار جوړولو وزارت خبر ورکړی چې په کاپیسا ولایت کې د راستنوشویو کډوالو ښارګوټي د توپوګرافي سروې چارې بشپړې شوې دي.  

د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې، په دې سروې کې ۲۵۴ جریبه ځمکه تر پوښښ لاندې نیول شوې چې موخه یې د راستنوشویو کډوالو لپاره د معیاري او منظم ښارګوټي د جوړېدو لپاره د تخنیکي معلوماتو راټولول او د اساسي پلان د چمتو کولو لپاره زمینه برابرول دي.

سرچینې لیکلي چې د یادې سروې له بشپړېدو وروسته به د سیمې د اړتیاوو او تخنیکي معیارونو له مخې د ښارګوټي پلان ترتیب او د تطبیق لپاره به لازم اقدامات وشي.  د کور او ښار جوړولو وزارت دغه اقدام د راستنوشویو هېوادوالو د دایمي مېشتېدنې، د مناسبې سرپناه د برابرولو او د ژوند د بنسټیزو اسانتیاوو د رامنځته‌کولو په برخه کې مهم ګام بلل کېږي.

اړوند خبرونه