ډېر لوستل شوي

زابل کې یوه مېرمن له شرعي حقونو برخمنه شوه

د زابل د امر بالمعروف، نهي عن المنکر او د شکایتونو اورېدلو ریاست محتسبینو په هڅو د مرکز قلات په شاوخوا کې یوه ښځه له دوه ویشت کلن تعلیق او حق‌خوړنې څخه ژغورلې او د هغې د شرعي حقونو د تأمین لپاره یې لازم اقدامات ترسره کړي دي.

یاده ښځه له شاوخوا دوه ویشت کلونو راهیسې په داسې حالت کې ساتل شوې وه چې نه یې خاوند ودوله، نه یې د ښځې شرعي نفقه او نور حقوق ورکول او نه یې هم د هغې  په اړه شرعي پرېکړه کوله.

د یاد ریاست محتسبینو د قضیې له څېړنې، د دواړو لورو د څرګندونو له اورېدو او د موضوع له شرعي ارزونې وروسته لازم اقدامات ترسره کړي او د ښځې د شرعي حقونو د خونديتوب لپاره یې موضوع تعقیب کړې، چې په پایله کې د هغې ستونزې ته رسېدنه شوې او له اوږدې مودې حق‌خوړنې څخه خلاصه شوې ده.

یاد ریاست ویلي چې د ښځو د شرعي حقونو ساتنه، د کورنیو ستونزو حل او د ټولنیز عدالت تأمین خپل مهم مسئولیت ګڼي او په دې برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

اړوند خبرونه