ډېر لوستل شوي

ملي موزیم ته له سلو کلونو زیاته تاریخي توره سپارل شوې

د پکتیا یوه اوسېدونکي حبیب‌الرحمن نوري د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر د مرستيال مولوي عتیق‌الله عزیزي په شتون کې ملي موزیم ته یوه تاریخي توره سپارلې ده.

ياد وزارت د نوموړي په حواله ويلي، دا توره له خپل نیکه څخه ورپاتې چې د امیر حبیب‌الله خان ساتونکی و او د انګریزانو پر ضد یې په همدې تورې جهاد کړی و.

حبیب‌الرحمن نوري ویلي، یاده توره له سلو کلونو زیاته تاریخي مخینه لري او ملي موزیم ته یې د سپارلو موخه د تاریخي آثارو د ساتنې فرهنګ پیاوړتیا او د نورو ځوانانو هڅول دي، څو خپل تاریخي آثار د خوندي ساتنې لپاره ملي موزیم ته وسپاري.

د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د فرهنګ او هنر مرستيال مولوي عتیق‌الله عزیزي د دې تاریخي اثر د سپارلو هرکلی کړی او له خلکو یې غوښتي چې د تاریخي آثارو د راټولولو او ساتنې په برخه کې له وزارت سره همکاري وکړي.

د ملي موزیم مسوولینو ویلي، یاده توره د اسلامي دورې اړوند ده او د یوه مهم تاریخي اثر په توګه به په خوندي ډول وساتل شي. د ويلو ده چې تر دې وړاندې هم حبیب‌الرحمن نوري ملي موزیم ته یوه تاریخي مجسمه سپارلې وه.

اړوند خبرونه