د اطلاعاتو او فرهنګ وايي، د یاد وزارت د فرهنګ او هنر مرستیال مولوي عتیقالله عزیزي کابل کې د ملګرو ملتونو د ماشومانو صندوق (یونیسف) ادارې له استازو سره ویلي د ماشومانو او ځوانانو د فکري، فرهنګي او هنري ودې په برخه کې یې د ګډو همکاریو پر پراختیا خبرې کړي.
یاد وزارت نن پر اېکسپانه ليکلي چې یاد وزارت چمتو دی، د مطالعې فرهنګ د عامولو، د عامه کتابتونونو د تجهیز، د ماشومانو لپاره د ادبي او فرهنګي آثارو د تولید، د لیکوالانو د ظرفیت لوړونې او د ګډو فرهنګي پروګرامونو د پلي کولو په برخو کې لا زیات کار وکړي.
د سرچينې د معلوماتو له مخې، عزیزي ویلي چې هره ورځ ګڼ شمېر زدهکوونکي او ځوانان له عامه کتابتونونو، ملي آرشیف، ملي موزیم او هنرستان څخه لیدنه کوي او د هېواد د تاریخي او فرهنګي ارزښتونو په اړه معلومات ترلاسه کوي.
په ورته مهال، ورته مهال، د یونیسف ادارې استازو له افغانستان سره د علمي، فرهنګي او هنري همکاریو د لا پیاوړتیا ډاډ یې څرګند کړ.

