ډېر لوستل شوي

لومړيو درېيو مياشتو کې له ۸ زره او ۵۰۰ زياتو بهرنيو وګړو تګ او راتګ کړی

د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې ویلي، د ۱۴۰۵ کال په لومړیو درېیو میاشتو (وري، غويي او غبرګولي) مياشتو کې د هېواد د هوايي ډګرونو او رسمي ځمکنیو بندرونو له لارې د ۸ زره او ۵۶۰ بهرنیو وګړو تګ او راتګ ثبت شوی دی.

د يادې ادارې د شمېرو له مخې، په دې موده کې ۴ زره او ۵۶۸ بهرني وګړي افغانستان ته دننه شوي او ۳ زره او ۹۹۲ نور له هېواده وتلي دي.

د معلوماتو پر بنسټ، هېواد ته د راغلو کسانو له ډلې ۴ زره او ۵۰۳ تنه د ځمکنیو بندرونو او ۶۵ تنه د هوايي ډګرونو له لارې راغلي چې ۶۰۹ یې د افغانستان د تاریخي او لرغونو سیمو د لیدنې او پاتې نور د کار په موخه هېواد ته داخل شوي دي. د احصایې او معلوماتو عمومي ادارې ویلي، تر ټولو ډېر بهرني وګړي د نیمروز، هرات، اقینې او اشکاشم بندرونو له لارې افغانستان ته داخل شوي دي.

اړوند خبرونه