ډېر لوستل شوي

د لغمان په قرغیو ولسوالۍ کې د دوو کورنیو ترمنځ ۳۰ کلنه زړه دښمني پای ته ورسېده

د لغمان د قرغیو ولسوالۍ د امبیړ کلي د ملک سیدولي او میراخان د کورنیو ترمنځ ۳۰ کلنه دښمني د دغه ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمریت، دیني علماوو او قومي مخورو په منځګړیتوب پای ته ورسېده.

یاده دښمني درې لسیزې وړاندې د یوې کورنۍ شخړې له امله پیل شوې وه، چې په پایله کې یې له دواړو کورنیو څخه یو ـ یو کس خپل ژوند له لاسه ورکړی و او دښمنو کورنیو ته مالي زیانونه هم وراوښتي وو.

د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د آمریت د مسؤلینو، قومي مشرانو او دیني علماوو له څو پړاووه ناستو او ګډو هڅو وروسته، دواړه لوري د دې اوږدمهالې دښمنۍ پر پای ته رسولو سلا شول. په همدې مناسبت جوړو شویو مراسمو کې د دواړو کورنیو ترمنځ د سولې او پخلاینې اعلان وشو.

 د لغمان د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو آمر، په دې مراسمو کې وویل چې اداره یې ژمنه ده څو د قومي مشرانو او دیني علماوو په همکارۍ د ولایت په مرکز او ولسوالیو کې شته شخړې او دښمنۍ د خبرو اترو له لارې حل کړي، ترڅو خلکو ته د ارام او سوله‌ییز ژوند زمینه برابره شي.

نوموړي د لغمان له اوسېدونکو وغوښتل چې خپلې ستونزې او اختلافات د قانوني لارو او د یادې ادارې له لارې مطرح کړي، ترڅو د حل لپاره یې اړین ګامونه پورته شي.

په پای کې، د سیمې اوسېدونکو او د دواړو کورنیو استازو د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو د آمریت له مسؤلینو، دیني علماوو او قومي مخورو له هڅو مننه کړې.

اړوند خبرونه