د اطلاعاتو او کلتور وزارت د ګرځندوی، مالي او اداري چارو مرستیال، مولوی قدرت الله جمال په کابل کې د ترکیې له شارژدافیر «سادین آییلدیز» سره کتلي دي.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې په دې کتنه د دواړو هېوادونو ترمنځ د ګرځندوی، فرهنګي همکاریو او تاریخي اړیکو د لا پراختیا په اړه هر اړخیزې خبرې شوې دي.
په دې کتنه کې ښاغلي جمال ویلي چې افغانستان د تاریخي، فرهنګي او مذهبي ګرځندوی له پلوه پراخ ظرفیتونه لري او هیله یې څرګنده کړې چې د ترکي شارژدافیر د مأموریت پرمهال به د ګرځندوی، فرهنګي میراثونو د ساتنې او د دواړو هېوادونو د ولسونو ترمنځ اړیکې لا پیاوړې شي.
نوموړي همداراز د افغانستان او ترکیې ترمنځ د تاریخي، فرهنګي، مذهبي او سیاسي اړیکو ستاینه کړې ده.
بلخوا د ترکیې شارژدافیر ویلي چې د افغانستان او ترکیې ترمنځ ګډ تاریخي، فرهنګي، ټولنیز او مذهبي ارزښتونه د دواړو ملتونو د نږدېوالي بنسټ جوړوي او فرهنګ یې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو تر ټولو مهم پل بللی دی.
نوموړي همداراز ویلي چې هېواد یې چمتو دی د ګرځندوی، هوټلدارۍ، سیاحتي خدمتونو او د بشري ظرفیت لوړونې په برخو کې خپلې تجربې له افغانستان سره شریکې کړي.

