د اسلامي امارت اطلاعاتو او کلتور وزیر، شیخ شیر احمد حقاني میدانوردګو ته د سفر پر مهال د دغه ولایت د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له بېلابېلو برخو لیدنه کړې ده.
د خبرپاڼې له مخې چې ښاغلي حقاني د اطلاعاتو او فرهنګ ریاست له لوري د «مجاهد موزیم» جوړیدل د یاد ریاست له مهمو لاستهراوړنو بللي او په وینا یې چې دغه موزیم د جهاد تاریخ راتلونکو نسلونو ته په ښه توګه ورپېژني او د تاریخي ارزښتونو په ساتنه کې مهم رول لري.
د اطلاعاتو او فرهنګ وزیر همداراز د میدانوردګو د عامه کتابتون پاتې چارو د بشپړېدو په برخه کې د پوره همکاریو ډاډ څرګند کړی، او د چارو د ښهوالي په موخه یې مسوولینو ته اړینې سپارښتنې کړې دي.
بلخوا په دې کتنه کې د میدانوردګو د اطلاعاتو او کلتور رییس، مولوي حبیب الله مجاهد ویلي چې په مجاهد موزیم کې لرغوني اثار، د مجاهدینو نظامي توکي، د لرغونو کتابونو قلمي نسخې او د شهیدانو اړوند یادګارونه او د شهیدانو نوملړ شته دي.

