د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت په ننګرهار کې د دوو کورنیو ترمنځ د هغې دښمنۍ له پایتهرسېدو خبر ورکړی چې له امله یې پنځه کسان وژل شوي او یو بل ټپي شوی و.
د دغه وزارت د خبرپاڼې له مخې چې دا دښمني د ننګرهار ولایت په نغلو سیمه کې له فزیکي شخړې راپیدا شوې وه او پرون د یوې قومي جرګې پرمهال د یاد ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو ریاست مسوولینو، سیمهییزو مشرانو او دیني عالمانو په منځګړیتوب په دوستۍ بدله شوې ده.
سرچینې لیکلي چې قومي مخورو ښکېل لوري زغم او حوصلې ته رابللي، او وروسته د جرګهکوونکو د پرېکړې پر بنسټ دواړو خواوو یو بل ته د ورولۍ غېږې پرانیستې دي. د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو وزارت همداراز لیکلي چې بلخوا په باميان ولايت کې هم د لسګونه کورنيو ترمنځ د څړځايونو پر سر راپورته شوې شخړه حل او د سترې دښمنۍ مخه نیول شوې ده.

