ډېر لوستل شوي

مولوي ذبيح‌الله مجاهد: ۴۲۳ قومي شخړې حل او سلګونه غونډې شَوې

د اسلامي امارت ویاند مولوي ذبیح‌الله مجاهد د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې د «حکومت د اطلاعاتو هنداره» پروګرام د لومړي کنفرانس پر مهال د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت د فعالیتونو په اړه معلومات وړاندې کړي دي.

د اميد راډيو خبريال په دې کنفرانس کې د ښاغلي مجاهد په حواله ويلي، د ۱۴۴۷ هجري قمري کال په ترڅ کې د سرحدونو، قومونو او قبایلو وزارت له لوري ۴۲۳ قومي شخړې حل شوې چې له دې ډلې ۹۹ لویې شخړې وې او پاتې نورې وړې شخړې وې. د اسلامي امارت وياند زیاته کړې، د قومونو ترمنځ د یووالي د پیاوړتیا، ټولنیز ثبات د ټینګښت او د اسلامي ورورولۍ د روحیې د پیاوړتیا په موخه د ولایتونو په کچه ۳۳ لویې قومي غونډې او د ولسوالیو په کچه ۴۲۶ ولسي غونډې هم شوې دي.

اړوند خبرونه